Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د وچکالۍ اندیښنو په منځ کې د پاناما کانال د کښتیو تګ راتګ محدودولو له امله سمندري صنعت د احتمالي اغیزو سره مخ دی

    سپتمبر 9, 2026

    د امریکا د بیټرۍ صنعت په چینایي خامو موادو باندې د دوامداره تکیې سره مخ دی

    سپتمبر 9, 2026

    د اناک کراکاتو ایش په اندونیزیا کې نږدې 3,000 الوتنې کوي

    سپتمبر 8, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Pukhto DunyaPukhto Dunya
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pukhto DunyaPukhto Dunya
    کورپاڼه » سومرو: یو نړیوال متخصص د ځوانانو لپاره په علمي فرصتونو باندې رڼا اچوي
    PR Newswire

    سومرو: یو نړیوال متخصص د ځوانانو لپاره په علمي فرصتونو باندې رڼا اچوي

    نوومبر 21, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    بېجېنګ، نوېمبر 20، 2023 /PRNewswire/ — د چاینا ډېلې راپور:

    67 کلن منظور حسین سومرو په درېشۍ کې د کامرې مخې ته په قوت سره راڅرګند شو. نوموړي د یوه کمربند او یوې لارې په نوښت (BRI) کې د ځوانانو د رول په هکله خبرې وکړې او په څرګندې لېوالتیا سره داوطلبه حاضرینو ته متوجه و. “هغوی د راتلونکي ټاکونکي دي،” نوموړي وویل. “هغوی زموږ د نسل په پرتله ډېر ځواکمن او له عصري تکنالوژۍ سره ډېر آشنا دي، او هغوی د نړۍ راتلونکي مشران دي. “

    دا اووم ځل دی چې پروفیسور منظور حسین سومرو د یوه کمر بند او یوې لارې د تنکیو ځوانانو جوړوونکی کمپ او د ښوونکو په ورکشاپ کې برخه اخلي. د آذربایجان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، د یوه کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د استادانو او زده کوونکو لید او همدارنګه د هغو چینايي رضاګارانو لید چې د غونډې په ځای کې یې کار کاوه، هغه د غونډې د موخو په هکله متاثره کړ: د ځوانانو له ځواک څخه د استفادې لپاره. په دوامداره توګه د استعدادونو وړاندې کول د ساینس او تکنالوژۍ په ډګر کې د پرمختګ لپاره ټاکونکی فکټور ګڼل کېږي.

    د اورګاډي پټلۍ، سړکونه او پلونه انجینران وړاندې کوي

    “ساینس او تکنالوژي ځواکمن دي. سومرو زیاته کړه، د هغو هېوادونو لپاره چې ځوان نسل یې د تکنالوژۍ د پراختیا او استفادې په برخه کې وده نده کړې، هغوی باید له نړۍ سره د سیالۍ په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړي. دغه پاکستاني ښوونکي د نړيوالي ساینسي او تکنالوژيکي همکارۍ په برخه کې، په ځانګړې توګه د BRI د غړیو ترمنځ د ګډې همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړی د یوه کمربند او يوې لارې د نړيوال ساينس د ښوونيز کنسرسیوم (BRISEC) د مرستيال او په 2020 کال کې د چين حکومت د دوستۍ جایزي د ګټونکي په توګه په نړيواله کچه پېژندل شوې څېره ده.

    سومرو د چین او BRI د نورو شریکانو ترمنځ د ګڼو همکاریزو پروژو لپاره خپل هېواد، پاکستان ته د لابرتوار په توګه اشاره کوي. نوموړي په وروستیو کلونو کې ډېرې داسې د رېل ګاډي پټلۍ، لویې لارې، پلونه، د اوبو بندونه او نورې لویې زېربنايي پروژې ليدلې دي چې د چین د ګډې همکارۍ په پایله کې په پاکستان کې رغول شوې دي. د دغو پروژو په بشپړیدو سره، د تاسیساتو د ورځنۍ ساتنې لپاره ګڼ شمیر پاکستانیان په دندو ګومارل شوي دي چې له دې وروسته به هغوی ته روزنه ورکول کېږي ترڅو د انجینرانو یا د ساینسي سواد زده کړې درلودونکو متخصصینو په توګه کار وکړي. “سومرو زیاته کړه، دا به [د مخ پر ودې هېوادونو د ځوان نسل لپاره] د ساینسي علومو په برخه کې غوره لاسرسی وړاندې کړي. د BRI د برخې په توګه، د ځوانانو لپاره روزنیز پروګرامونه د وخت د غوښتنې مطابق عیار شوي دي او د پام وړ پایلې یې رامنځ ته کړې دي.

    د کلي یو تنکی ځوان له برېښنا پرته لویېږي

    سومرو د پاکستان په یوه ګرم کلي کې چې برېښنا نه لري او ډېر لږ معلوماتو ته لاسرسی لری، لوی شوی دی.

    د هغه پلار یو بزګر و چې هېڅ ډول رسمي زده کړې یې نه لرلې، اما د خپل کوچنی زوی په پالنه کې هوښیار و چې نوموړی یې د ستورپوهنې په ګډون د ساینس د نړۍ په اړه سپړنو او پلټنو ته هڅاوه.

    د یوه زده کوونکي په توګه، سومرو له فقر څخه د خلاصون پیاوړې اراده لرله. هغه له علم سره مينه لرله، او لکه څنګه چې د علم په لټه کې و، د انفرادي ودې لپاره د ارتباطاتو او تعلیم په ارزښت باندې پوهېده. په بېلابېلو علمي او ساینسي سیالیو کې له ځلېدو وروسته، نوموړي ته په پاکستان کې د ولشمر د وړ والي سکالرشيپ ورکړل شو او د دوکتورا سند د تر لاسه کولو په موخه انګلستان ته لاړ. نوموړي په تدریجي ډول په نړیواله کچه خپل ځایګی ترلاسه کړ او په ډیرو نړیوالو همکاریو کې ښکېل پاتې شوی دی.

    تکنالوژي محرومو وګړو ته د زده کړې لاسرسی چمتو کوي

    په یونسکو، FAO UN او نورو سازمانونو کې کاري تجربې سومرو ته له محرومو وګړو سره د مرستې په برخه کې د ساینس او تکنالوژۍ د رول په اړه ژوره پوهه ورکړې ده. په تیرو وختونو کې، په ځینو لرې پرتو کلیوالو سیمو کې، ښوونځیو په ځانګړې توګه د فزیک په څیر مضمونونو لپاره لږ ښوونکي او لږ تجهیزات لرل. ساینس متحرک دی اما ښوونکي عموماً د ورځې د اړتیاوو مطابق روزنه نه ترلاسه کوي. په پایله کې، د هغوی د زده کړې کیفیت د ښاري ښوونځیو په پرتله خورا وروسته پاتې دی. له لرې څخه د زده کړې فرصتونو او له بهرنیو ښوونکو سره ګډې همکارۍ د دې امکان رامنځ ته کړی چې په بې وزلو سیمو کې تعلیم بهبود ومومي. په هرصورت، د مخامخ اړیکو لپاره هیڅ بدیل شتون نلري.

    سومرو وايي، اختصاصي زده کړه هم د ښوونې لپاره ډیره ګټوره ده ځکه چې مصنوعي ځیرکتیا په دودیزو ټولګیو کې معرفي کیږي. زده کوونکي کولای شي د زده کړې چټکتیا او اړونده ستونزې د خپلو اړتیاوو مطابق تنظیم کړي، او هغه کسان چې معلولیت لري او هغه کسان چې په مختلفو ژبو خبرې کوي نور له زده کړو څخه نه محرومېږي.

    “ځوان نسل پر ځای د دې چې له یو او بل سره سیالي وکړي او سره پرتله شي، کولای شي په ګډه کار وکړي. ” “د کار راتلونکی به په پراخه کچه بدلون ومومي، مګر دا د وړاندوینې وړ ده چې پیاوړی خلاقانه فکر، تحلیلي وړتیا، تطابق او دوامداره زده کړه به د ځوان نسل لپاره حیاتي رول ولري.”

    نوموړی هیله څرګندوي چې د چين د ساينس او تکنالوژۍ د ټولنې او ځايي حکومتونو له خوا د جوړوونکي کمپ له لارې به ځوانان خپل ځانګړي ځواک ومومي، او دا به زده کړي چې سربېره پر دې چې خپل آرمانونه باید تعقیب کړي، له نورو سره هم باید ګډ کار او همکاري وکړي. د نوموړي نظر د BRI د لرلید مطابق دی: له خپل ځواک څخه د داسې پرمختګ لپاره استفاده کول چې هرڅوک ترې ګټه پورته کوي.

    ويډیو – https://mma.prnewswire.com/media/2281226/video.mp4

    اړیکه: emilyyao1993@126.com

    مربوطه لیکنې

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026

    :Xinhua Silk Road د افریقا د ځوانانو د رسنیو پلاوي د چین په مرکزي هونان ولایت کې د چین او افریقا د همکارۍ نوې لارې چارې لټوي

    اگست 22, 2026

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026
    تازه خبرونه

    د وچکالۍ اندیښنو په منځ کې د پاناما کانال د کښتیو تګ راتګ محدودولو له امله سمندري صنعت د احتمالي اغیزو سره مخ دی

    سپتمبر 9, 2026

    د امریکا د بیټرۍ صنعت په چینایي خامو موادو باندې د دوامداره تکیې سره مخ دی

    سپتمبر 9, 2026

    د اناک کراکاتو ایش په اندونیزیا کې نږدې 3,000 الوتنې کوي

    سپتمبر 8, 2026

    د مصر بهرنۍ زیرمې د بازار د باور په منځ کې د ۵۷.۲ ملیارد ډالرو تاریخي پړاو ته ورسیدې

    سپتمبر 8, 2026

    مالیزیا په سراواک کې د هوا د ککړتیا له امله بیړنی حالت اعلان کړ

    سپتمبر 7, 2026

    کوریا او افریقا د سیول په سرمشریزه کې د مصنوعي ذهانت او ډیجیټل زیربناوو پراختیا کې نوې لاره جوړوي

    سپتمبر 7, 2026

    ایر عربیا د مخ په زیاتیدونکې غوښتنې پوره کولو لپاره د بنکاک خدمت ته څلور ورځني الوتنې ورکوي

    سپتمبر 5, 2026

    ملګري ملتونه د مرکټر نقشې د غلطیو د حل لپاره د مساوي ځمکې پروجیکشن ملاتړ کوي

    سپتمبر 5, 2026
    © 2023 Pukhto Dunya | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.