Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د مصر بهرنۍ زیرمې د بازار د باور په منځ کې د ۵۷.۲ ملیارد ډالرو تاریخي پړاو ته ورسیدې

    سپتمبر 8, 2026

    مالیزیا په سراواک کې د هوا د ککړتیا له امله بیړنی حالت اعلان کړ

    سپتمبر 7, 2026

    کوریا او افریقا د سیول په سرمشریزه کې د مصنوعي ذهانت او ډیجیټل زیربناوو پراختیا کې نوې لاره جوړوي

    سپتمبر 7, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Pukhto DunyaPukhto Dunya
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pukhto DunyaPukhto Dunya
    کورپاڼه » ARCTECH د نړيوال لرلید په لرلو سره له IPO راهيسې خپله درېمه کلیزه لمانځي
    PR Newswire

    ARCTECH د نړيوال لرلید په لرلو سره له IPO راهيسې خپله درېمه کلیزه لمانځي

    سپتمبر 1, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    کونشان، چين، آګسټ 30، 2023 /PRNewswire/ — Arctech، چې د نړۍ په کچه د سولرو د څارلو، او قفسه بندۍ او BIPV (د فوتوولتیک مدغم شوې ودانۍ) د حللارو وړاندې کوونکی دی، ویاړي چې د 2020 کال د آګسټ په 28مه، د چین د نسداق سټایل STAR بازار کې د عامه کیدو راهیسې خپله دریمه کلیزه لمانځي. دغه مهم پړاو د Arctech د پام وړ دې ښودونکی دی او د نوي کېدو وړ انرژۍ په صنعت کې د نړیوال مخکښ په توګه خپل دریځ پیاوړی کوي.

    https://mma.prnewswire.com/media/2196473/Arctech_IPO_3rd_Anniversary.mp4

    له IPO راهيسې، Arctech فوق العاده بریاوې تجربه کړې دي، او په 40 هیوادونو کې یې د سولرو د څارنې او قفسه بندۍ تر 50 ګېګاواټه ډېر سيستمونه نږدې 1,500 وی پي PV (فوتوولتیک) مرکزونو ته عرضه کړي دي. د دغه شرکت پرمختللې حللارې په ټوله نړۍ کې د پاکې او دوامداره انرژۍ د تولید په پراختیا کې مرسته کړې، چې د اقلیم د بدلون په وړاندې مبارزه کې د پام وړ اغیزه کوي.

    د نوښت، ټیکنالوژیک پرمختګ، او د پیرودونکو د رضایت لپاره د Arctech ژمنتیا په دې لاسته راوړنو کې مهم رول لوبولی دی. له 1,300 څخه د ډېرو ماهرو کارمندانو د متنوع کاري ځواک په لرلو سره، دغه شرکت یو پیاوړی نړیوال حضور رامنځ ته کړی دی. د Arctech محلي دفترونه په ستراتیژیک ډول په کلیدي بازارونو کې موقعیت لري لکه چین، جاپان، هند، متحده ایالات، هسپانیه، استرالیا، متحده عربي امارات، مکسیکو، چیلي، برازیل، ویتنام، کولمبیا، او ارجنټاین او داسې نور. د سيمې لپاره اختصاص شوي دغه عملیات Arctech ته دا وړتیا ورکوي چې شخصي ملاتړ چمتو کړي، له پیرودونکو سره پیاوړې اړیکې وساتي، او د پروژو بې له ځنډه اجرا کول ډاډمن کړي.

    د Arctech عمومي رییس، “ښاغلي کای هاو وویل، دې مهم پړاو ته رسیدل د نوي کېدو وړ انرژی په برخه کې د انقلاب راوستلو لپاره د Arctech د کلکې ژمنتیا نښه ده. په STAR بازار کې زموږ د نومليکنې راهیسې، موږ د پام وړ وده تجربه کړې او سولرو په نړیوال صنعت کې مو د پام وړ مرستې کړې دي. موږ له خپلو پیرودونکو، شریکانو او کارمندانو څخه مننه کوو چې زموږ پر وړتیاوو باندې نه درېدونکی ملاتړ او باور لري.”

    د Arctech د سولرو د څارنې او قفسه بندۍ سیستمونه (د SkyLine, SkySmart او SkyWings لړۍ) د هغوی د غوره ډیزاین، پیاوړتیا، او اعتبار لپاره پیژندل شوي، د غوره انرژۍ تولید او د لمریزې بریښنا د مرکزونو لپاره د موثریت لوړولو لپاره پیژندل شوي.

    د Arctech د محلي کولو ستراتیژۍ له تولید څخه نيولې تر پلور وروسته ملاتړ پورې د دې عملیاتو ټول اړخونه تر پوښښ لاندې نيسي. د ځایی بازار په اړه پوهاوي، همکارۍ، او د پیرودونکو رضایت ته د لومړیتوب ورکولو سره، د Arctech موخه خپل نړيوال حضور ته پراختیا ورکول دی، پداسې حال کې چې د سولرو څارنه، قفسه بندي، او هغه د BIPV حللارې وړاندې کوي چې په مختلفو سیمو کې د پیرودونکو ځانګړې اړتیاوې پوره کوي. دغه شرکت له تولید څخه نولې تر پلور وروسته ملاتړ پورې د محصول د بشپړ ژوند په دوره کې د محلي کولو ستراتيژۍ ته هم پراختیا ورکړې ده. دغه شرکت د لوړې کچې خدمت او ملاتړ چمتو کولو لپاره د ځایی بازارونو او پیرودونکو د ځانګړو اړتیاوو په اړه د پوهاوي او د هغوی د پوره کولو په اهمیت باندې پوهېږي.

    د دې ستراتیژۍ په رڼا کې، Arctech په ستراتیژیک ډول د چین او هند په ګډون په مهمو سیمو کې تولیدی تاسیسات رامنځ ته کړي، او د نړۍ په نورو سیمو کې د پرمختګ پلان لري. په محلي توګه د محصولاتو په جوړولو سره، Arctech کولی شي د اکمالاتو د سلسلې مدیریت ډاډمن کړي، د تحویلۍ وخت کم کړي، او د محلي مقرراتو او کیفیت د معیارونو په رڼا کې فعالیت وکړي. د ځایی کولو دا طریقه نه یوازې عملیاتي موثریت لوړوي بلکه د مختلفو بازارونو ځانګړو اړتیاوو پر وړاندې مسئولیت او ځواب وینې ته هم پیاوړتیا ورکوي.

    د محلي کېدو په لور د Arctech ژمنتیا له تولید څخه مهمه ده. دغه شرکت په مختلفو هیوادونو کې د محلي خدماتو د مرکزونو او له پلور وروسته د ملاتړ شبکو په جوړولو کې د پام وړ پانګونه کړې. په دغو مرکزونو کې داسې په لوړه کچه روزل شوي تخنيکی متخصصين په دندو ګومارل شوي دي چې پیرودونکو ته چټکې مرستې، د ساتنې او ترمیم چارې، او د ستونزو د حل خدمتونه وړاندې کوي.

    د عامه پېژندل شوي شرکت په توګه، Arctech په خپل درې کنلي فعالیت کې د پام وړ نړیوال شهرت ترلاسه کړی دیی. دغه شرکت د PVBL له خوا “د 2022 کال د نړیوال نوښت د تکنالوژۍ د جایزې ” او “د نړۍ په کچه د سولرو د PV د غوره برانډونو د جایزې په ګډون، په اړونده صنعت کې ګڼ شمېر ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي. دغه ستاینلیکونه د وړتیاوو او غوره حللارو د وړاندې کولو لپاره د Arctech هغه وړتیاوې تاییدوې چې د سولرو د چټک وده کوونکی صنعت تقاضاوې پوره کوي.

    ويډیو – https://mma.prnewswire.com/media/2196473/Arctech_IPO_3rd_Anniversary.mp4

    مربوطه لیکنې

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026

    :Xinhua Silk Road د افریقا د ځوانانو د رسنیو پلاوي د چین په مرکزي هونان ولایت کې د چین او افریقا د همکارۍ نوې لارې چارې لټوي

    اگست 22, 2026

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026
    تازه خبرونه

    د مصر بهرنۍ زیرمې د بازار د باور په منځ کې د ۵۷.۲ ملیارد ډالرو تاریخي پړاو ته ورسیدې

    سپتمبر 8, 2026

    مالیزیا په سراواک کې د هوا د ککړتیا له امله بیړنی حالت اعلان کړ

    سپتمبر 7, 2026

    کوریا او افریقا د سیول په سرمشریزه کې د مصنوعي ذهانت او ډیجیټل زیربناوو پراختیا کې نوې لاره جوړوي

    سپتمبر 7, 2026

    ایر عربیا د مخ په زیاتیدونکې غوښتنې پوره کولو لپاره د بنکاک خدمت ته څلور ورځني الوتنې ورکوي

    سپتمبر 5, 2026

    ملګري ملتونه د مرکټر نقشې د غلطیو د حل لپاره د مساوي ځمکې پروجیکشن ملاتړ کوي

    سپتمبر 5, 2026

    د مصنوعي ذهانت ډیجیټل زیربنا د کوریا او افریقا ترمنځ نوي اقتصادي لارې جوړوي

    سپتمبر 5, 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د پراخ غبرګون اړتیا ټینګار کوي ځکه چې قضیې ۶،۲۵۰ ته رسیدلي

    سپتمبر 4, 2026

    د متحده عربي اماراتو د هوبارا نسل اخیستونکي د IFHC د روزنې نوې لاره ترلاسه کوي

    سپتمبر 4, 2026
    © 2023 Pukhto Dunya | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.